کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په فاریاب ولایت کې د ماین چاودنې ۳ سرحدي پولیس وژلي او ۳ نور یې ټپیان کړي دي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 9 میزان 1392 ساعت 16:02


دفاریاب چارواکي وايي، چې په دې ولایت کې د ماین په یوه چاودنه کې درې سرحدي پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
په فاریاب کې د سرحدي پولیسو یوه مسوول غیاث الدین نن ازادۍ راډیو ته وویل چې؛ د دغو پولیسو موټر تیره شپه په پښتون کوټ ولسوالۍ کې پر ماین وخت.
نوموړي وویل، چې دغه سرحدي پولیس له خپله کنډکه د تصفیوي عملیاتو لپاره راوتلي وو.
د یوه بل خبر له مخې د کونړ امنیه قومندان عبدالحبیب سیدخیلي ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دې ولایت په مرکز کې نن سهار د ماین په یوه چاودنه کې د ملي امنیت یو څارنوال وژل شوی او دوه ساتونکي یې ژوبل شوي دي.


د مطلب کود: 75872

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/75872/په-فاریاب-ولایت-کې-د-ماین-چاودنې-۳-سرحدي-پولیس-وژلي-او-نور-یې-ټپیان-کړي-دي

آوا
  https://www.avapress.com