کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا وايي په اکتوبر میاشت کې له کابل سره امنیتي تړون لاسلیک کړي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 4 میزان 1392 ساعت 13:31


د امریکا دولت په دې لټه کې دی چې د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون د افغانستان د راتلونکو ټولټاکنو له ترسره کېدو مخکې لاسلیک شي.
د جرمني خبري آژانس د خبر له مخې، د افغانستان او پاکستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي، جیمز ډابینز پرون په نیویارک کې په یوه خبري غونډه کط په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په افغانستان کې د ولسمشریزو ټولټاکنو لپاره د تبلیغاتو له پیلېدو مخکې، د واشنګټن او کابل ترمنځ د امنیتي تړون د لاسلیکېدو خبر ورکړ. 
د افغانستان او پاکستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي ټینګار وکړ چې د ۲۰۱۳ میلادي کال په ا کټوبر میاشت کې د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون لاسلیکېدل د امریکا ددولت لپاره ځانګړی او مهم ارزښت لري


د مطلب کود: 75476

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/75476/امریکا-وايي-په-اکتوبر-میاشت-کې-له-کابل-سره-امنیتي-تړون-لاسلیک-کړي

آوا
  https://www.avapress.com