کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ایټالیا یوې غیر حکومتي خیریه ټولنې په هلمند کې ۵ روغتیايي مرکزونه پرانیستل

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 1 سنبله 1392 ساعت 18:22


د ایټالیا یوې غیر حکومتي خیریه ټولنې (Emergency) په هلمند کې پینځه روغتیايي مرکزونه پرانیستل. د ایټالیا د دې خیریه موسسې پر ویب پاڼه د هلمند د عامې روغتیا د ریس عنایت الله غفاري په حو اله لیکل شوی چې دا مرکزونه ډير عصري جوړ شوي او تر ډيره حده په هغو سیمو کې دی چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي.
په هلمند کې د ایټالیا په مرسته په داسې عاجلو روغتیايي مرکزونو کې له ۱۹۹۹ (میلادي) کال راهیسې تر څلور ملیونه زیات خلک تداوي شوي دي.


د مطلب کود: 72977

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/72977/د-ایټالیا-یوې-غیر-حکومتي-خیریه-ټولنې-په-هلمند-کې-۵-روغتیايي-مرکزونه-پرانیستل

آوا
  https://www.avapress.com