کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د زمري په ۱۳ ایران ته راځي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 4 اسد 1392 ساعت 11:23


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي ، د دغه هیواد ولسمشر حامدکرزی به د راتلونکې یکشنبي په ورځ د زمري په ۱۳ ،د ایران د منتخب ولسمشر ډاکټر حسن روحاني د لوړي په دستورو کښې د ګډونو لپاره ایران ته راشي.
له ولسمشر کرزي سره په دغه سفر کښې،د افغانستان د خارجه وزیر په شمول یو شمیر افغان سیاسي چارواکې ملګري دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي،افغانستان او ایران دوه ګاونډي،وروڼه، هم ژبي او هم کلتوره هیوادونه دی،چې ګډ برخلیک لري.

د خارجه وزارت بیانیه وایي،ایران او افغانستان په تیره یوه لسیزه کښې په درستو اړخونو کښې نږدې ملګرتیاوې او اړیکې تجربه کړي دي،او د تجارتې او اقتصادي اړیکو په شمول په درستو زمینو کښې د ملګرتیاؤ پراختیا او ژورتیا د تهران او کابل لومړیتوبونه دي.

د ویلو ده چې د افغانستان ولسمشر حامدکرزی لومړنی کس ؤ،چې په ایران کښې د وروستیو حماسې ټاکنو او په دغو ټاکنو کښې یې د حسن روحاني د غوره کیدو مبارکي وویله .


د مطلب کود: 71186

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/71186/د-افغانستان-ولسمشر-حامد-کرزی-زمري-په-۱۳-ایران-ته-راځي

آوا
  https://www.avapress.com