کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جیمز ډابینز: د سولې د هڅو سربیره به په افغانستان کې شخړې دوام وکړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 6 سرطان 1392 ساعت 18:07


د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي خبرداری ورکړ، چې د سولې د هڅو سربیره به په افغانستان کې شخړې دوام وکړي.
جیمز ډابینز له هنده د لیدنې پر مهال نن خبریالانو ته په نوي ډیلي کې د سولې په اړه وویل:
"هیڅوک نه پوهیږي چې دا بهیر به څرنګه وړاندې درومي، خو په باور سره ویلای شم چې؛ داسې نتیجه به دستي ورنه کړي چې شخړې راکمې شي او په بریالیتوب د سولې لور ته روان شو"
ډوبینز زیاته کړه، چې طالبان به بریدونه کوي، څو خپل دریځ پیاوړی کړي.
روانه اونۍ د افغانستان او امریکا ولسمشرانو د طالبانو له استازیو سره په قطر کې د خبرو ملاتړ وکړ.


د مطلب کود: 69083

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/69083/جیمز-ډابینز-د-سولې-هڅو-سربیره-په-افغانستان-کې-شخړې-دوام-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com