کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بغلان: د پولیسو او وسله والو مخالفینو په نښته کې دوه پولیس وژل شوي دي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 5 سرطان 1392 ساعت 16:53


له بغلانه راپورونه وايي، چې په دې ولایت کې د پولیسو او وسله والو مخالفینو ترمنځ په نښته کې دوه پولیس او یو وسله وال مخالف وژل شوی دی.
د بغلان د امنې قومندانۍ د امنیت امر محمد صادق مرادي ازادۍ راډیو ته وویل، چې نښته نن سهار په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې وشوه او پر یوولس بجو پای ته ورسېده.

وسلوالو طالبانو په دې اړه لا څه نه دي ويلي.


د مطلب کود: 68969

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/68969/بغلان-د-پولیسو-او-وسله-والو-مخالفینو-په-نښته-کې-دوه-پولیس-وژل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com