کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

لوګر: کې نهه تنه وسله وال طالبان وژل شوي او یو شمېر نور نیول شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 30 جوزا 1392 ساعت 12:52


په لوګر کې سیمه يیز امنیتي مسوولان وایي چې؛ تیره شپه په دې ولایت کې نهه تنه وسله وال طالبان وژل شوي او یو شمېر نور نیول شوي دي.
د لوګر د امنیې قومندانۍ مرستیال سمونوال رییس خان عبدالرحیمزي ازادي راډیو ته وویل چې؛ دا وسله وال طالبان د امریکایي ځواکونو په هوایي برید کې پل علم پورې مربوطه سیمه الوزيو کې وژل شوي.
ده وویل چې د ملي اردو د ځواکونو لخوا په همدې سیمه کې شپږ تنه وسله وال طالبان نیول شوي هم دي چې څلور تنه یې ټپیان دي.
ښاغلي عبدالرحیمزي وویل چې پرون هم د لوګر په مرکز او برکي برک ولسوالۍ کې اته تنه پاکستاني او اوه افغان طالبان هم ووژل شول چې د لوګر لپاره د طالبانو لخوا نومول شوی والي مولوي محمد اسماعیل هم پکې شامل وو.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 68499

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/68499/لوګر-کې-نهه-تنه-وسله-وال-طالبان-وژل-شوي-او-یو-شمېر-نور-نیول

آوا
  https://www.avapress.com