د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزی د ګوانتانامو د زندان د تړلتیا او خپلو هېوادونو ته د دغه زندان د زندانیانو د انتقال په باب د بارک اوباما د هڅو هرکلی کوي، یو ځل بیا د امریکا له متحده ایالاتو څخه غواړي چې ډیر ژر دې افغان زندانیان خپل هېواد ته راستانه کړي.
جمهوررئیس اوباما په دې وروستیوکې د امریکا په دفاعي پوهنتون کې په خپله وینا کې ویلي و، هڅه کوي چې د ګوانتانامو زندان وتړي او له کانګرس څخه غواړي چې د ګوانتانامو له زندان څخه د بندیانو پر انتقال لګیدلي بندیزونه لرې کړي.
حامدکرزی د هرې هغې هڅې هرکلی کوي چې د ګوانتانامو د زندان د تړل کېدو سبب شي او له امریکا څخه غواړي چې په ګوانتاناموکې افغان زندانیان ژر تر ژره د افغانستان حاکمیت ته وسپاري