کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کرزی: امریکا په افغانستان کې د ۹ اډو غوښتنه لري

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 19 ثور 1392 ساعت 12:31


تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نن وویل چې د امریکا متحد ایالتونه له افغانستانه د نهو پوځي اډو غوښتنه کوي.
ولسمشر کرزی، چې نن د کابل پوهنتون د اتیایمې کالیزې په مناسبت په غونډه کې خبرې کولې، ژمنه وکړه چې له امریکا سره د امنیتي موافقې پر سر په خبرو کې، چې پر اساس یې دغه هیواد په افغانستان کې نهه اډې غواړي، د خپل هیواد لپاره د امتیازونو غوښتونکی دی.
ده وویل:«موږله امریکا سره په خورا مهمو خبرو بوخت یو. امریکا خپلې غوښتنې مطرح کړي، افغانستان هم خپلې غوښتنې لري، او هغه یې خپلې ګټې دي. خو دوی د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د نهو اډو غوښتونکي دي.»
کرزي د ډیورند کرښې په اړه هم څرګندونې وکړې.
د ښاغلي کرزي د څرګندونو نور جزییات لږ وروسته د همدې خبر په دوام کې وړاندې کېږي.


د مطلب کود: 64831

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/64831/کرزی-امریکا-په-افغانستان-کې-د-۹-اډو-غوښتنه-لري

آوا
  https://www.avapress.com