کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهوررئیس حامدکرزی د افغانستان، پاکستان او امریکا ترمنځ په درې اړخیزه ګډه غونډه کې د ګډون په موخه بلجیم ته روان شو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 ثور 1392 ساعت 10:39


 د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامد کرزی، د افغانستان، پاکستان او امریکا ترمنځ په درې اړخیزه ګډه غونډه کې د ګډون په موخه، نن له غرمې مخکې د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د بلجیم هېواد ته روان شو.
د بروکسل په درې اړخیزه غونډه کې به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو، د سولې د بهیر، د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې د وروستیو رامنځته شویو ستونزو او د هغې له جملې څخه د ننګرهار ولایت د ګوشتې په ولسوالۍ کې د ډیورند د ګرښې په اوږدوکې د پاکستان د اردو لخوا د سرحدي دروازې د جوړیدو پر څرنګوالي بحث او خبرې اترې وشي.
له حامدکرزي سره په دغه سفرکې د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمی رسول، د ملي دفاع وزیر ستر جنرال بسم الله محمدي، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا، د جمهوري ریاست د عالي مقام د دفتر رئیس عبدالکریم خرم او د جمهور رئیس ویاند ایمل فیضي ملګرتیا کوي.




د مطلب کود: 63249

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/63249/جمهوررئیس-حامدکرزی-د-افغانستان-پاکستان-او-امریکا-ترمنځ-په-درې-اړخیزه-ګډه-غونډه-کې-ګډون-موخه-بلجیم-ته-روان-شو

آوا
  https://www.avapress.com