کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حامدکرزي د کونړ په پوځي عملیاتو کې د ماشومانو وژنه په کلکه وغندله

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 18 حمل 1392 ساعت 21:04


 د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د کونړ ولایت د شیګل په ولسوالۍ کې د آیساف ځواکونو هغه هوایي عملیات په کلکه وغندل چې له امله یې په دغه ولسوالۍ کې ۱۱تنه ماشومان و وژل شول.
د هېواد جمهوررئیس په داسې حال کې چې د طالبانو لخوا د ملکي وګړو او د هغوی له کورنو څخه د سپر په توګه استفاده کول، په کلکو ټکو غندي، د استوګنې په سیمو باندې هر ډول عملیات چې د ملکي و ګړو د مرګ ژوبلې سبب کیږي، شدیدا محکوموي.
حامد کرزي له دې وړاندې هم له ملکي تلفاتو څخه د مخنیوي په خاطر په ملکي سیمو
او د خلکو په کورونو باندې د هوایي عملیاتو د نه ترسره کولو په اړه یو حکم صادرکړی دی.

جمهوررئیس، نن د کونړ ولایت له دولتي مسوولینو سره د ټلیفون له لارې خبرې وکړې او د دغې پیښې په اړه یې ورڅخه معلومات وغوښتل.
حامدکرزي همدا راز یوه دولتي پلاوي ته دنده سپارلې ده چې سیمې ته لاړ شي او دغه پیښه له نیږدې څخه وڅیړي.
حامدکرزی د دغې پیښې د قربانیانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای له دربار څخه د سملاسي روغتیا غوښتنه کوي.







د مطلب کود: 62049

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/62049/حامدکرزي-د-کونړ-په-پوځي-عملیاتو-کې-ماشومانو-وژنه-کلکه-وغندله

آوا
  https://www.avapress.com