کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

روسیه له ناټو سره پر افغانستان پوره همکاري کوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 17 حوت 1391 ساعت 17:22


تاند- په ناټو کې د روسیې دایمي استازي الکساندر ګروشکو په افغانستان کې د روسیې او امریکا همکارۍ په لوړه سطحه وبللې.
له بروکسل څخه د انترفکس خبري اژانس د راپور له مخې ګروشکو په یوه مرکه کې وویل:«موږ په خپلو همکاریو کې یو شمېر پروژې لرو چې له ناټو سره د دوه اړخیزو همکاریو په مرسته د روسیې د فدراسیون ملي ګټې خوندي کولی شي.»
په ناټو کې د روسیې د دایمي استازي په وینا، حاضردمه د افغانستان په امنیتي مسلو کې د روسیې او ناټو په همکاریو کې دوه شاخصونه شته، لومړی د افغانستان، پاکستان او د منځنۍ اسیا د هیوادونو د مخدرو موادو ضد ځواکونو روزل دي.
د ګروشکو په وینا د دغو هیوادونو افسران د روسیې د کورنیو چارو وزارت د دومودیدوفو په اډه کې تر روزنې لاندې دي، او دوه سوه یې مخکې لا روزل شوي دي.
ده د افغان امنیتي ځواکونو له لوري په روسیې کې له جوړو شویو هیلي کوپترو څخه کار اخیستل په افغانستان کې د روسیې او ناټو بله پروژه وبلله، او زیاته یې کړه:«موږ افغان تکنېشنان روزو چې په نوفوسي بیرسک کې هیلي کوپترې ترمیم کړي.
په ناټو کې د روسیې استازي وویل چې په سیمه کې د همکارۍ بل انتخاب ښايي د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته، البته په دغه هیواد کې د ناټو د نوي ماموریت څرنګوالي ته په کتو سره څرګند شي.
ده دا د روسیې لپاره مهمه وبلله چې د دغو پروژو لپاره د ملګروملتو په امنیت شورا کې قانوني بنیاد کېښودل شي او په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د ماموریت په اړه ښکاره تفاهم موجود وي.
روسي استازي په ډاګه کړه: «یقیناً د ثبات راوستلو، تروریزم، د دولتي جوړښتونو او پرمختیايي چارو د ملاتړ په برخه کې د همکارۍ ځای شته خو موږ د ناټو د عملیاتي پلان په باب پر شفافیت ټینګار کوو


د مطلب کود: 60135

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/60135/روسیه-له-ناټو-سره-پر-افغانستان-پوره-همکاري-کوي

آوا
  https://www.avapress.com