کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په فراه کې له طالبانو سره د اړیکو په تور یو شمېر نیول شوي کسان له زندانه خوشې شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 17 حوت 1391 ساعت 17:10


یو شمېر کسان چې د تیرو شپږو میاشتو په جریان کې په فراه کې له طالبانو سره د اړیکو په تور نیول شوی وه، پرون د دې ولایت له مرکزي زندان څخه خوشې شول.
د فراه د استیناف محکمې ریس شمس الرحمن قاضي خیل آزادي راډيو ته وویل چې، دا کسان له دوو محکمو څخه تر برات اخیستلو او د ولسمشر د وروستي فرمان پر اساس خوشي شول.

ښاغلی قاضی خیل وایې، دوی د نورو بندیانو دوسیې هم څیړي او که چیري د هغوی بې ګناهي ثابته شي، نو خوشي به یې کړي.


د مطلب کود: 60131

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/60131/په-فراه-کې-له-طالبانو-سره-د-اړیکو-تور-یو-شمېر-نیول-شوي-کسان-زندانه-خوشې-شول

آوا
  https://www.avapress.com