کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندز پولیسو د طالبانو د یوه سرګروپ په شمول د هغوي څلور تنه وژلي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 حوت 1391 ساعت 21:25


د کندز ولایت امنیتي چارواکي وايي، پولیسو بیګاه شپه په خپلو عملیاتو کې د طالبانو د یوه سرګروپ په شمول د هغوي څلور تنه وژلي دي.

د کندز ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند سیدسرور حسیني ازادي راډیو ته وویل، د پولیسو د چټک غبرګون د قطعې له خوا دا عملیات د کندز په خواجه غلطان سیمه کې د کندز د مرکز لپاره د طالبانو د محلي شورا د رییس ملا عبدالولي د نیولو په خاطر ترسره شول.
د ښاغلي حسیني په خبره په دغو عملیاتو کې د ملاعبدالولي په شمول څلور طالبان له پولیسو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوي او درې نور هم ژوندي نیول شوي دي.
ښاغلي حسیني تایید کړه، چې په نښته کې دوه پولیس هم وژل شوي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.


د مطلب کود: 59161

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/59161/په-کندز-پولیسو-د-طالبانو-یوه-سرګروپ-شمول-هغوي-څلور-تنه-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com