کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

زرداري د افغانستان،پاکستان او انګلستان په دي اړخیزه غونډه کښې د ګډون لپاره لندن ته ولاړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 12 دلو 1391 ساعت 14:38


پاکستان ولسمشر آصف علی زرداری نن د افغانستان، پاکستان او انګلستان په دي اړخیزه غونډه کښې د ګډون لپاره لندن ته روان شو او په دوبۍ کښې هم یو څه تم کیږي .

په دغه دوره ورځنۍ غونډه کښې چې د پاکستان ولسمشر آصف علی زرداری،د افغانستان د ولسمشر حامدکرزي او د انګلستان د لومړې وزیر ډیویډ کامرون په شتون ترسره کیږي،د افغانستان وضعیت او د سیمې حالات څیړل کیږي.

ویل کیږي دغه دري اړخیزه ناسته د ۲۰۱۲ م کال په سپتامبر کښې د نیویارک د غونډي دوام دی او د لندن،اسلام آباد او کابل چارواکې به ،په تیره دریوو میاشتو کښې د افغانستان د سولې د بهیر لاس ته راوړنې وڅیړي .

دا په داسي حال کښې دي چې د افغانستان ولسمشر حامدکرزي او د انګلستان لومړې وزیر ډیویډ کامرون بیګا په ټلفونې خبرو اترو کښې د دغه غونډې اجنډا شاربلي ده .

زرداري به لندن ته په سفر کښې د ایم کیو ایم له مشر الطاف سره هم وګوري او د فبرورۍ په څلورمه به پاکستان ته ستون شي .


د مطلب کود: 57673

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/57673/زرداري-د-افغانستان-پاکستان-او-انګلستان-په-دي-اړخیزه-غونډه-کښې-ګډون-لپاره-لندن-ته-ولاړه

آوا
  https://www.avapress.com