کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ایساف د وسله والو مخالفینو دوه قومندانان په هلمند کې وژلي دي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 11 دلو 1391 ساعت 15:28


ایساف وایي، د وسله والو مخالفینو دوه قومندانان یې نن په هلمند کې وژلي.

د ایساف درسنیو دفتر وایې، د دې کسانو څخه یوه یې په سیمه کې د ملي امنیت د غړو د وژنې او پر افغان او بهرنېو ځواکونو د حملو د څارلو مسئولیت درلود.

په همدې حال کې د جوزجان امنیتي چارواکي وایي، درې وسله وال د پولیسو او مخالفینو د نښتې پر مهال وژل شوي.

د جوزجان امنیه قومندان عبدالعزیز غیرت ازادۍ راډيو ته وویل، چې دا نښته تیر ماښام په قوش تیپه ولسوالۍ کې شوېده .

نوموړی وایې، په دې پیښه کې پولیسو ته زیان نه دی رسیدلی.

وسله والو مخالفانو تر اوسه ددې دواړو پيښو په اړه څه ندي ویلي.


د مطلب کود: 57582

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/57582/ایساف-د-وسله-والو-مخالفینو-دوه-قومندانان-په-هلمند-کې-وژلي-دي

آوا
  https://www.avapress.com