کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تېر کال په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو تلفات ۴۶ سلنه کم وو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 1 دلو 1391 ساعت 12:10


په افغانستان کې تېر ميلادي کال د چاودېدونکو بمي وسيلو له کبله د امريکايي ځواکونو تلفات ٤٦ فيصده کم وو.

د امريکا د فاع وزارت وايي، تېر ميلادي کال دغه تلفات ځکه نيمايي ته راکم شوي؛ چې افغان ځواکونو د جګړې زيات مسووليتونه اخيستي او د امريکايي ځواکونو تر بل هر وخت زيات بمونه کشف او شنډ کړي دي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې تېر ميلادي کال په چاودنو کې ١٠٤تنه امريکايي سرتېري وژل شوي، حال دا چې په ٢٠١١م کال کې دغه ارقام ١٩٦ تنه وو.

په ٢٠١٢م کال کې د بمي وسيلو په مرسته بريدونه د وړم کال په پرتله ٨ فيصده کم ښوول شوي دي.


د مطلب کود: 56779

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/56779/تېر-کال-په-افغانستان-کې-د-امریکايي-ځواکونو-تلفات-۴۶-سلنه-کم-وو

آوا
  https://www.avapress.com