کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکايي سناتوران د افغانستان او پاکستان د حالاتو جاج اخلي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 16 جدی 1391 ساعت 18:00


تاند - د کارل لیفین په ګډون د امریکا د مشرانو جرګې مخکښ سناتوران افغانستان او پاکستان ته ځي چې له نژدې د سیمې د سیاسي او امنیتي وضعیت جاج واخلي.

له سناتور لیفین سره، چې د امریکا د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو د کمېټې مشر دی، په دې سفر کې د وسله والو خدماتو د کمېټې جګپوړی غړی سناتور جک رید ملګری دی.

په امنیتي دلایلو د دوی د سفر دقیق وخت نه دی اعلان شوی.

د دوی د مطبوعاتي دفتر له یوې خبرپاڼې سره سم به امریکايي سناتوران د افغانستان او پاکستان د سفر په ترڅ کې د دوو هیوادونو له چارواکو، په افغانستان کې د ناټو او امریکايي پوځیانو له قومندانانو، ملکي چارواکو او دیپلوماتانو سره وویني.

په همدې منځ کې د افغانستان ولسمشر حامد کرزی واشنګټن ته روان دی چې له ولسمشراوباما او بهرنیو چارو وزیرې هیلیري کلنټن سره د افغانستان او امریکا د امنیتي ټړون په باب خبرې نهايي کړي.

وسله والو طالبانو نن په یوه اعلامیه کې د افغانستان او امریکا له امنیتي تړون سره یو ځل بیا مخالفت څرګند کړی او ویلي یې دي چې په هیڅ نوم په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو له پاتې کېدو سره موافق نه دي او د تېرو لسو کلونو په شان به د هغوی پرضد جګړې ته دوام ورکړي.


د مطلب کود: 55675

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/55675/امریکايي-سناتوران-د-افغانستان-او-پاکستان-حالاتو-جاج-اخلي

آوا
  https://www.avapress.com