کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دا ځل د تورخم دروازه د افغانانو د غیرې قانوني تګ پرمخ بنده شوې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 13 جدی 1391 ساعت 17:33


دا ځل د تورخم دروازه د افغانانو د غیرې قانوني تګ پرمخ بنده شوې ده.

په تورخم کې یو شمېر هغه افغانان، چې پاکستان ته د تګ اسناد نه لري د پاکستاني پولیسو له خوا درول کیږي او د تګ اجازه نه ورکول کیږي.

په ختیځ کې د سرحدي پولیسو د عامه اړیکو مسول ادریس مومند ازادۍ راډیو ته وویل، چې دا لاره د موټرو او د هغو خلکو پرمخ خلاصه ده، چې له ځانه سره قانوني اسناد لري.

نوموړي وویل، یوازې هغو افغانانو ته اجازه نه ورکول کیږي، چې له ځانه سره قانوني اسناد لکه پاسپورټ او یا هم په پاکستان کې د اوسیدنې افغانۍ کارت ونه لري.


د مطلب کود: 55502

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/55502/دا-ځل-د-تورخم-دروازه-افغانانو-غیرې-قانوني-تګ-پرمخ-بنده-شوې

آوا
  https://www.avapress.com