کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اخضر ابراهیمي د سوریې وضع د سیمې د هېوادونو لپاره ګواښ وباله

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 7 جدی 1391 ساعت 18:42


د سوریې په چارو کې د ملګرو ملتونو او عربي ټولنې ګډ استازی، اخضر ابراهیمي وايي چې د سوریې وضع د سیمې د ټولو هېوادونو لپاره ستر خطر دی. د سوریا آلان د رپوټ له مخې، د سوریې په چارو کې د ملګرو ملتونو او عربي ټولنې ځانګړي استازي، اخضر ابراهیمي نن د سوریې په پلازمېنه، دمشق کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې د سوریې وضع، ددې هېواد او د سیمې او نړۍ د نورو هېوادونو د خلکو لپاره ګواښ دی. ټاکل شوې ده چې ابراهیمي د سوریې د کړکیچ د حلولو لپاره د راتلونکې شنبې په ورځ مسکو ته سفر وکړي. د یوبل خبر له مخې د مصر د بهرو چارو وزیر هم د سوریې او سیمې د وضع په اړه له روسي چارواکو سره خبرو اترو په موخه مسکو ته سفر کوي. د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې د مصر د بهرنیو چارو وزیر محمدکامل عمرو نن مسکو ته سفر کوي او ټاکل شوې ده چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف سره ددوه اړخیزه اړیکو او د سوریې او سیمې د وضع په اړه خبرې اترې وکړي.


د مطلب کود: 55017

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/55017/اخضر-ابراهیمي-د-سوریې-وضع-سیمې-هېوادونو-لپاره-ګواښ-وباله

آوا
  https://www.avapress.com