کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

لاوروف: ناټو په افغانستان کې خپلې دندې سمې نه اجرا کوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 29 قوس 1391 ساعت 19:10


تاند- د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف وايي چې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ نړیوال ځواکونه هغه دندې په سم ډول نه ترسره کوي چې د ملګروملتو امنیت شورا ورته ټاکلي دي.

د ایترتاس خبري اژانس د راپور له مخې لاوروف دا څرګندونې پرون/ سې شنبه/ په تاشکند کې د ازبکستان له بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کمالوف سره په کتنه کې وکړې.

د روسیې د باندنیو چارو وزیر له خپل ازبک ساري سره د خپلو خبرو په اړه خبریالانو ته وویل:«موږ د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو په شمول د سیمې د ستونزو په باب خبرې وکړې. زموږ نظرونه سره ورته ول.»

ده تاکید وکاوه چې د ملګروملتو د امنیت شورا له لوري په افغانستان کې د نړیوالو پوځیانو لپاره یو لړ مسوولیتونه ټاکل شوي دي خو دا ځواکونه یې په سمه توګه نه اجرا کوي.

ده د خپلو خبرو په دوام کې وویل:«د مخدرو موادو قاچاق نه کمېږي، بلکې مخ پر زیاتېدو دی، د ترهګرۍ خطر هم له منځه نه دی تللی او زموږ د منځنۍ اسیا ګاونډیان یې هم احساسوي.»

لاوروف وویل چې د ازبکستان له چارواکو سره یې په دې خبرې وکړې چې په څه ډول له افغانستان څخه منځنۍ اسیا ته د ترهګرۍ او مخدرو موادو د قاچاق د مخنیوي لپاره په ګډه کار وکړي.



مسکو تل په افغانستان کې د ناټو او امریکايي پوځیانو ماموریت ته د شک په سترګه کتلي خو دا په داسي حال کې ده چې ناټو تمه لري چې روسیه به په امنیت شورا کې له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د پاتې کېدونکو پوځیانو ماموریت تصویب کړي.

روسیې په ځلونو ویلي چې له ۲۰۱۴ وروسته د ناټو هر راز ماموریت د ملګروملتو او د دې موسسې د امنیت شورا له لارې تصویب شي.


د مطلب کود: 54354

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/54354/لاوروف-ناټو-په-افغانستان-کې-خپلې-دندې-سمې-نه-اجرا-کوي

آوا
  https://www.avapress.com