کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان،پاکستان او ترکیې د درې اړخیزې غونډې نتیجې ګټورې دي

د صدای افغان خبری اژانس(آوا) , 23 قوس 1391 ساعت 19:30


د افغانستان جمهوري ریاست په انقره کې د افغانستان،پاکستان او ترکیې د درې اړخیزې غونډې نتیجې ګټورې بولي.د ولسمشر کرزي یوه ویاند سیامک هروي نن ازادي راډیو ته وویل چې په دې غونډه کې ترکیې او پاکستان دواړو له افغانستان سره بیلابیلې ژمنې کړي چې دوی یې عملي کیدو ته هم هیله من دي.

هروي وویل چې په دې سرمشریزه کې ترکیې او پاکستان یوځل بیا د پاکستان د سولې له بهیر څخه ملاتړ اعلان کړ او په دې برخه کې د همکارۍ ژمنې وکړې.

د افغانستان، پاکستان او ترکیې اوومه درې اړخیزه غونډه د چهارشنبې په ورځ د ترکیې په مرکز انقره کې جوړه شوه.


د مطلب کود: 53953

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/53953/د-افغانستان-پاکستان-او-ترکیې-درې-اړخیزې-غونډې-نتیجې-ګټورې-دي

آوا
  https://www.avapress.com