کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د مخابراتو وزارت په ۵ولایتونو کې د نوري فایبر د فعالولو تړون له ۳کمپنیو سره لاس لیک کړ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 12 قوس 1391 ساعت 20:28


د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژی وزارت په پینځو ولایتونو کې د نوري فایبر د فعالولو تړون له دریو کمپنیو سره لاس لیک کړ.

د دې وزارت تخنیکي مرستیال بریالي حسام نن کابل کې یوې خبري غونډي ته وویل چې، دا پروژه چې مالي لګښت یې د نړېوال بانک له خوا برابریږي تر دوو کلونو پورې به بشپړه شي:

"پروان، بامیان، دایکندي، غور او شمال ختیځ ولایتونه له کندز څخه د تخار او بدخشان پر لور په پام کې نیول شوي. تر څو دې ولایتونو ته هم د نوري فایبر له لاري مخابراتي خدمات ورسول شي."

د مخابراتو او ټکنالوژی وزارت د معلوماتو له مخې، تر دې مخکې هم په شلو ولایتونو کې دا سیسټم فعاله شوی وو. 

سر چینه: ازادی رادیو


د مطلب کود: 53234

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/53234/د-مخابراتو-وزارت-په-۵ولایتونو-کې-نوري-فایبر-فعالولو-تړون-له-۳کمپنیو-سره-لاس-لیک-کړ

آوا
  https://www.avapress.com