د امريکا د مرکزي استخباراتو د ادارې يا (CIA) مشر ډېوېډ پټرويوس له خپلې دندې استعفى وکړه.
پټرويوس پرون په يوه اعلاميه کې اعتراف کړى، چې د واده له چوکاټه بهر يې له چا سره اړيکې درلودې او نور دى غوره کس نه دى، چې د امريکا د استخباراتي ادارې د مشر په توګه خپل کار ته دوام ورکړي.
د پټرويوس له واده ٣٧ کاله تېرېږي، ده ويلي، له ځانه يې ډېر کمزورى قضاوت ښوولى دى.
د CIA مرستيال "مايکل مورل" د سرپرست مشر په توګه نومول شوى دى.
ولسمشر بارک اوباما د پټرويوس استعفى منلې ده. بارک اوباما په يوه اعلاميه کې ويلي، د پټرويوس د خپل نسل يو له غوره جنرالانو بللى، ډاډ يې څرګند کړى، چې CIA به خپل پرمختګ ته ادامه ورکړي.
پټرويوس چې پخوا په عراق او افغانستان کې د امريکايي ځواکونو قوماندان و؛ تېر کال د امريکا د استخباراتي ادارې مشر په توګه وټاکل شو.