کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ځوانان باید په اتحاد او غوره توګه خپل تحصیل ته فکر وکړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 12 میزان 1391 ساعت 16:32


د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د ښوونې او روزنې پوهنتون د نوم بدلولو د معترضو محصلینو له استازو سره وکتل.

په دې کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې تر سره شوه، دغو محصلینو د " پوهنتون شهید صلح پروفیسور برهان الدین ربانی" ته د ښوونې او روزنې پوهنتون د نوم بدلولو په اړه خپل اعتراض څرګند کړ او د خپلو اعتراضونو د پای ته رسولو لپاره یې مشخص وړاندیزونه وړاندې کړل.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د محصلینو د خبرو له اورېدو وروسته، ددغه پوهنتون محصلین خپلو زده کړو ته وهڅول او ددوی پوهه او لیاقت یې وستایه، ویې ویل: د نن ځوانان چې د هېواد راتلونکي دي، باید په اتحاد، اتفاق او غوره توګه خپل تحصیل ته فکر وکړي.

جمهور رئیس یو ځل بیا محصلین خپلو زده کړو ته وهڅول، ویې ویل چې ددې موضوع په اړه د لا غور او نورو ناستو په ترڅ کې به د ټولو محصلینو لپاره د منلو وړ لاره ولټول شي او په اړه به یې لازم تصمیم ونیول شي.


د مطلب کود: 49938

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/49938/ځوانان-باید-په-اتحاد-او-غوره-توګه-خپل-تحصیل-ته-فکر-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com