کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ارزګان ولایت کې نړېوالو ځواکونو دوه تنه وژلي او څلور نور يې نیولي دي

د صدای افغان خبری اژانس(اوا) , 11 سنبله 1391 ساعت 12:39


د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې بهرنیو ځواکونو تیره شپه عملیات کړي.

د اروزګان د امنیه قومندانۍ د جنایې جرمونو سره د مبارزې مدیر ګلاب خان آزادۍ راډیو ته وویل؛ چې په دې عملیاتو کې دوه وسله وال وژل شوي او څلور تنه د بهرنیو ځواکونو له خوا نیول شوي.

خو سیمه ییز خلک او د روزګان د ولایتي شورا غړي وایي؛ چې وژل شوي او نیول شوي کسان ملکیان دي.

بل خوا د راپورونو له مخې څلور د دولت وسله وال مخالفان تیره ورځ دفراه ولایت په ګلستان ولسوالۍ کې مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.

دفراه د والي ویاند عبدالرحمن ژوندي آزادي راډیو ته وویل، دغه کسان هغه مهال ووژل شول، چې د ملي اردو پر یوې قرارګاه یې د برید هڅه کوله.

طالبانو د دې دواړو پيښو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 47867

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/47867/په-ارزګان-ولایت-کې-نړېوالو-ځواکونو-دوه-تنه-وژلي-او-څلور-نور-يې-نیولي-دي

آوا
  https://www.avapress.com