کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر کرزي د دفاع پخوانی وزیر د خپل لوړ رتبه سلاکار په توګه وټاکه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 اسد 1391 ساعت 10:33

جنرال رحیم وردګ په ملي اردو کې د اصلاحاتو، د امنیتي او دفاعي سکتورنو د پراختیا او مجهز کولو په چارو کې د جمهوري ریاست لوړرتبه سلاکار ټاکل شوی دی.


افغانستان جمهورریس حامد کرزي پرون د دفاع پخوانی وزیرجنرال عبدالرحیم وردګ چې ولسی جرګې سلب اعتماد کړی و، د خپل لوړرتبه سلاکار په توګه وټاکه.

د افغانستان د جمهوري ریاست له خوا په خپرې شوې اعلامیه کې ویل شوي؛ چې جنرال رحیم وردګ په ملي اردو کې د اصلاحاتو، د امنیتي او دفاعي سکتورنو د پراختیا او مجهز کولو په چارو کې د جمهوري ریاست لوړرتبه سلاکار ټاکل شوی دی.

جنرال وردګ او د کورنیو چارو پخوانی وزیر بسم اله محمدي تیره اونۍ ولسي جرګې د امنیتي ستونزو او د پاکستان له لورې د راکټي حملو په مخنیوي کې ناکام وبلل او هغوی یې سلب اعتماد کړل.

کرزي دوی دواړو ته اجازه ورکړه، چې د سرپرست وزیرانو په توګه خپل کار ته دوام ورکړي؛ خو وردګ ناڅاپه استعفا وکړه.


د مطلب کود: 46875

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/46875/ولسمشر-کرزي-د-دفاع-پخوانی-وزیر-خپل-لوړ-رتبه-سلاکار-په-توګه-وټاکه

آوا
  https://www.avapress.com