کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

الن: له پاکستان سره د همکاریو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی

افغان غږ آژانس(آوا) , 12 اسد 1391 ساعت 16:14

د ناټو او امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال جان الن نن په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره تر لیدو وروسته دا خبره کړې ده.


په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو قوماندان جنرال جان الن نن وویل، چې له پاکستان سره د همکاریو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

تر هغه وروسته، چې د پاکستان حکومت په خپله خاوره کې د ناټو د کاروانونو لارې خلاصې کړې، دا اسلام اباد ته د جنرال جان الن اول سفر دی.

د ناټو او امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال جان الن نن په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره تر لیدو وروسته دا خبره کړې ده.

جنرال الن نن د پاکستان د پوځ له مشر جنرال اشفاق کیاني سره ولیدل.


د مطلب کود: 46203

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/46203/الن-له-پاکستان-سره-د-همکاریو-په-برخه-کې-پام-وړ-پرمختګ-شوی

آوا
  https://www.avapress.com