ډیری د پولیو پیښې په دې سرحد کې ثبتیږي او علت یي هم په دې سیمو کې د نا امنۍ له کبله د پولیو واکسین نه تطبیق ښودل کیږي.
افغانستان به له پاکستان سره د پولیو ناروغۍ د مبارزې په هدف یوه غونډه جوړه کړي
افغان غږ آژانس(آوا) , 4 اسد 1391 ساعت 19:45
ډیری د پولیو پیښې په دې سرحد کې ثبتیږي او علت یي هم په دې سیمو کې د نا امنۍ له کبله د پولیو واکسین نه تطبیق ښودل کیږي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري چې له پاکستان سره د پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره د مبارزې په هدف یوه ګډه غونډه جوړه کړي.
د عامې روغتیا وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې ټاکل شوې په دې اړه بحث نن په کابل کې د روغتیا نړېوال سازمان په ګډون په کابل پیل شي.
په دې غونډه کې به د دواړو هېوادونو په سرحدونو کې د پولیو د پیښو د علت او پر وړاندې یي د مبارزې لپاره لارې چارې وسنجول شي.
د عامې روغتیا وزارت داسې مهال له پاکستان سره د پولیو د مخنیوي لپاره په ګډه غونډه جوړوي، چې ډیری د پولیو پیښې په دې سرحد کې ثبتیږي او علت یي هم په دې سیمو کې د نا امنۍ له کبله د پولیو واکسین نه تطبیق ښودل کیږي.
د مطلب کود: 45831