کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د شراکت او انکشاف په اړه د افغانستان او د اروپايي ټولنې ترمنځ د همکارۍد تړون په موخه د خبرو اترو دویم پړاو

افغان غږ آژانس(آوا) , 10 سرطان 1391 ساعت 14:59

ددې مذاکراتو دویم پړاو یواځې درې میاشتې ددې د لومړي پړاو څخه وروسته چې د سږکال د مارچ په میاشت کې ترسره شو ددې څرګندونه کوي چې د شراکت او انکشاف په اړه د افغانستان او د اروپايي ټولنې ترمنځ د همکارۍ تړون د بریا په لور روان
دې.


د ۲۰۱۲کال د چنگاش دمیاشتی په 8 مه نیټه د شراکت او انکشاف په اړه د افغانستان او د اروپايي ټولنې ترمنځ د همکارۍ د تړون په موخه د خبرواترو دویم پړاو په کابل کې پیل شو. د خبرو اترو په دې پړاو کې د افغانستان د اسلامی جمهوریت استازيتوب د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ښاغلي جاوید لودین او د اروپايي ټولنې د بهرنیو خدمتونو ادارې استازيتوب ددې ټولنې ستر مذاکره کوونکې ښاغلي ډیوډ ټر وکړ.

ددې مذاکراتو دویم پړاو یواځې درې میاشتې ددې د لومړي پړاو څخه وروسته چې د
سږکال د مارچ په میاشت کې ترسره شو ددې څرګندونه کوي چې د شراکت او انکشاف په اړه د افغانستان او د اروپايي ټولنې ترمنځ د همکارۍ تړون د بریا په لور روان
دې.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړې استازې او ددې ټولنې د هییت مشر ښاغلي ویګادس اوشاڅکس ټینګار وکړ " د شراکت او انکشاف په اړه د افغانستان او د اروپايي ټولنې ترمنځ د همکارۍ تړون د ټولو هغو سکتورونو او برخو څرګندونه کوي چې د افغانستان او د اروپايي ټولنې لپاره ځانګړي اړتیاوې لري د بیلګې په توګه د افغاني ټولنې د ټولو بی بضاعتو غړو ساتنه او ملاتړ چې ماشومان او میرمنې هم پکښې ګډون لري.
ښاغلي ټر وویل دلته حاضرو ټولو وګړو دا ژمنه وکړه چې په افغانستان کې د اغیزمنې او موثرې واکمنۍ لپاره خپلې هڅې ګړندي کړي. دا خبرې اترې د افغانستان او د اروپايی ټولنې ترمنځ د یوه پراخ ټړون لاره هواروي چې په افغانستان کې زمونږ د ژمنو ښکارندوینه کوي چې هغه د یوه دیموکراتیکې واکمنۍ رامنځته کیدل او د بشر حقونو او عدالت ته درناوې دې. دا زمونږ ډواڼو خواوو لپاره د اهمیت وړ ده چې ددې اصولو د پلي کولو لپاره ځانونه ګرم وبولو. دا ټړون به د ټوکیو په نړیوال کنفرانس کې پلي شي او لږتر لږه به تر لسو کلونو پورې دوام ومومي.


د مطلب کود: 44232

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/44232/د-شراکت-او-انکشاف-په-اړه-افغانستان-اروپايي-ټولنې-ترمنځ-همکارۍد-تړون-موخه-خبرو-اترو-دویم-پړاو

آوا
  https://www.avapress.com