کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان او ترکیه د اوږدمهالو ستراتیژیکو ملګرتیاؤ سند لاسلیکوي

افغان غږ آژانس(آوا) , 27 جوزا 1391 ساعت 14:58

اوغلو خبر ورکړ چې د ترکیې حکومت به له افغانستان سره د خپلو اړیکو په چوکاټ کې د افغانستان په دوو لویو ولایتونو کې قونسلګرۍ پرانیزي.


افغانستان او ترکیه غواړي چې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د لاپراختیا په موخه، د اوږد مهالو ستراتیژیکو ملګرتیاؤ یو سند لاسلیک کړي.
د افغانستان ولسمشر حامدکرزي د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر احمد داوود اوغلو سره په کتنه کې چې تېره ورځ په ارګ کې ترسره شوه، د آسیا د زړه هېوادونو په کنفرانس کې یې د ترکیې د ګډون له امله مننه وکړه او دا کنفرانس یې د سیمه ایزو ملګرتیاوو لپاره د استانبول د بهیر بریالۍ ادامه وبلله.
دواړو لوریو د افغانستان او ترکیې تر منځ د ستراتیژیکو اړیکو د سند په اړه هم خبرې وکړې او ټینګار وشو چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونه دې نوموړی سند د ملګرو ملتونو له عمومي ناستې مخکې، چې د روان میلادي کال په سپټمبر میاشت کې جوړېږي، لاسلیک ته چمتو کړي کړي.
دغه راز د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې ددغه هېواد د بیارغونې د ټیمونو په اړه چې په وردګو او جوزجان ولایتونو کې فعالیت کوي وویل چې د افغانستان د حکومت هغې پرېکړې ته په درناوې سره چې د بیارغونې ټیمونه یې له حکومت سره موازي ادارې بللي دی، ترکیه غواړي خپل د بیارغونې ټیمونه منحل او ودانۍ یې د افغانستان حکومت ته وسپاري.

اوغلو خبر ورکړ چې د ترکیې حکومت به له افغانستان سره د خپلو اړیکو په چوکاټ کې د افغانستان په دوو لویو ولایتونو کې قونسلګرۍ پرانیزي.
په دې کتنه کې همدا راز په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات په اړه هم نظرونه شریک شول.


د مطلب کود: 43236

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/43236/افغانستان-او-ترکیه-د-اوږدمهالو-ستراتیژیکو-ملګرتیاؤ-سند-لاسلیکوي

آوا
  https://www.avapress.com