کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پېښور کښې د امريکا دسفارت په موټرو کښې وسلې نيول شوي

افغان غږ آژانس(آوا) , 16 جوزا 1391 ساعت 18:50

دغه وسله تير ماښام نيول شوي او ناقانونه ده، ځکه ثبت شوې نه ده چې پکې کلاشینکوف او ماشینګڼې هم شاملي دي .


د پریس تی وی د راپور له مخې د پاکستان د خیبر پښتونخواه د پيښور پولیسو وویل له پېښور ښار سره نږدې د پوليسو د يوې پلټنې پوستې، د امريکا سفارت پورې اړوندو دوو موټرو کې يو اندازه وسله نيول شوي او په ګاډو کښې ناست کسان له خپلي غیرقانوني وسلې سره د پولیسو پوستې ته بیول شوي دي .
پوليس وايي، چې دغه وسله تير ماښام نيول شوي او ناقانونه ده، ځکه ثبت شوې نه ده چې پکې کلاشینکوف او ماشینګڼې هم شاملي دي .
په پېښور کې دامريکا کونلسګری يوه لوړ پوړي چارواکي ويلي، ددغه وسلو نیولد پولیسو حق دی ،خو په ګاډو کې ناست کسان بايد د پوليسو تاڼې ته نه وای بيول شوي.

له دغو امریکایي ډیپلوماټانو پلټنې هم شوي دي .
امریکایي چارواکي وایي دغه کسانو بې وزلو ماشومانو ته زده کړې ورکولي او له خپلې دندې وروسته خپل ځای ته روان ؤ ، خو د پاکستان چارواکې دغه ادعاګانې ردوي .


د مطلب کود: 42579

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/42579/پېښور-کښې-د-امريکا-دسفارت-په-موټرو-وسلې-نيول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com