کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تمه ده، چې نن د پاکستان کابینه موافقه شي، چې د خپل هېواد له لارې ناټو خپل اکمالات وکړي

افغان غږ آژانس(آوا) , 27 ثور 1391 ساعت 16:16

د کابینې په غونډه کې به دا پریکړه هم وشي چې ولسمشر اصف علي زرداري کولای شي چې په شیکاګو کې د راتلونکې اونۍ په پیل کې د ناټو په سرمشریزه کې برخه واخلي.


تمه ده، چې د پاکستان کابینه نن موافقه وکړي چې افغانستان ته د پاکستان له لارې ناټو خپل اکمالات وکړي.

د کابینې په غونډه کې به دا پریکړه هم وشي چې ولسمشر اصف علي زرداري کولای شي چې په شیکاګو کې د راتلونکې اونۍ په پیل کې د ناټو په سرمشریزه کې برخه واخلي.

ناټو اصف علي زرداري ته د دې لپاره بلنه ورکړې چې د شیکاګو په غونډه کې ګډون وکړي، چې پاکستاني حکومت داسې علامې ښکاره کړې چې د ناټو اکمالاتو ته به اجازه ورکوي.

د پاکستان د کابینې دفاعي کمیټې چې په هغه کې د امنیتي ادارو چارواکي او یو شمیر وزیران دي د سه شنبې په ورځ موافقه وکړه چې زرداري دې د شیکاګو غونډې ته ورشي.

پاکستان شپږمیاشتې مخکې وروسته تر دې د ناټو اکمالات له خپلې خاورې بند کړل چې د ناټو په هوایي برید کې د پاکستان څلرویشت پوځیان ووژل شول. امریکا پر دې پیښې خواشیني څرګنده کړه خو بښنه یې ونه غوښته.
له دې پیښې سره د امریکا او پاکستان اړیکي سړې شوې.

سرچینه:ازادی رادیو


د مطلب کود: 41443

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/41443/تمه-ده-چې-نن-د-پاکستان-کابینه-موافقه-شي-خپل-هېواد-له-لارې-ناټو-اکمالات-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com