د هرات چارواکي وایي، نن د وسله والو طالبانو یوه پنځلس کسیزه ډله د سولې له بهیر سره یوځای شوه.
هرات: د وسله والو طالبانو یوه ۱۵ کسیزه ډله د سولې له بهیر سره یوځای شوه
افغان غږ آژانس(آوا) , 25 ثور 1391 ساعت 16:52
د هرات چارواکي وایي، نن د وسله والو طالبانو یوه پنځلس کسیزه ډله د سولې له بهیر سره یوځای شوه.
د هرات د والي ویاند محی الدین نوري ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغو کسانو تر ډیره په شین ډنډ ولسوالۍ کې د حکومت او بهرنیو ځواکونو پرضد فعالیتونه کول.
نوري زیاته کړه، چې د دې کسانو له یوځای کیدو سره به د شین ډنډ ولسوالۍ امنیتي حالات هم ښه شي.
د مطلب کود: 41317