کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نورستان: د مولوي خلیل په مشرۍ، د طالبانو یو ګروپ د سولې له بهیر سره یوځای شو

افغان غږ آژانس(آوا) , 15 ثور 1391 ساعت 20:16

والي تمیم نورستاني ویلي دي، چې د مولوي خلیل ډلې یوه اندازه وسلې هم ورسره راوړې دي.


په نورستان کې چارواکې وایي، چې د مولوي خلیل په نوم د یوه قوماندان په مشرۍ، د وسله والو طالبانو یو شپاړلس کسیز ګروپ د سولې پروګرام سره یوځای شوی دی.

والي تمیم نورستاني ویلي دي، چې د مولوي خلیل ډلې یوه اندازه وسلې هم ورسره راوړې دي.

مولوي خلیل خبریالانو ته وویل: موږ په ډیرو تخریبي فعالیتونو کې برخه اخیستې، خو له دې وروسته به د نورستان لپاره خدمت کوو.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دی اړه څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 41025

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/41025/نورستان-د-مولوي-خلیل-په-مشرۍ-طالبانو-یو-ګروپ-سولې-له-بهیر-سره-یوځای-شو

آوا
  https://www.avapress.com