کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د بریتانيا او کاناډا سفارتونو د ازادو رسنیو پر ملاتړ ټینګار وکړ

افغان غږ آژانس(آوا) , 14 ثور 1391 ساعت 15:38

په دې پیغامونو کې ویل شوي، چې دوي د هغو نارینه وو او میرمنو ملاتړ کوي، چې هره ورځ خپل ژوند په خطر کې اچوي، څو حقایق څرګند کړي.


په کابل کې د بریتانيي او کاناډا سفارتونو د رسنیو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپلو پیغامونو کې په افغانستان کې د ازاده رسنیو په ملاتړ ټینګار کړې دې.

په دې پیغامونو کې ویل شوي، چې دوي د هغو نارینه وو او میرمنو ملاتړ کوي، چې هره ورځ خپل ژوند په خطر کې اچوي، څو حقایق څرګند کړي.

په دغو پیغامونو کې په افغانستان کې د ازادو، ناپیلو رسنیو او د هغو کسانو د مبارزو د ملاتړ ډاډ ورکړل شوې، چې د رسنیو د سانسور او مداخلې په خلاف هڅې کوي.


د مطلب کود: 41013

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/41013/په-کابل-کې-د-بریتانيا-او-کاناډا-سفارتونو-ازادو-رسنیو-پر-ملاتړ-ټینګار-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com