کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان جهادي مشرانو د کابل او واشنګټن ترمنځ د ستراتیژيک سند، مسوده پرون تایید کړه

افغان غږ آژانس(آوا) , 7 ثور 1391 ساعت 13:01

د افغانستان د جهادي مشرانو مشورتي شورا غړو، د دې سند په اړه د غور لپاره پرون (چهارشنبه) په ارګ کې له ولسمشر حامد کرزي سره کتلي دي.


په افغانستان کې د جهادي مشرانو مشورتي شورا د کابل او واشنګټن ترمنځ د اوږدې مودې ستراتیژيکو اړیکو د سند، مسوده پرون تایید کړه .

د ولسمشر د مطبوعاتي دفتر اعلامیه وايي، چې دا مسوده د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو د لاسلیک لپاره تیاره ده.

د افغانستان د جهادي مشرانو مشورتي شورا غړو، د دې سند په اړه د غور لپاره پرون (چهارشنبه) په ارګ کې له ولسمشر حامد کرزي سره کتلي دي.

اعلامیه وايي، چې په دې کسانو کې، د افغانستان د سولې د عالي شورا نوی ټاکل شوی مشر، صلاح الدین رباني هم شامل وو .


د مطلب کود: 40747

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/40747/افغان-جهادي-مشرانو-د-کابل-او-واشنګټن-ترمنځ-ستراتیژيک-سند-مسوده-پرون-تایید-کړه

آوا
  https://www.avapress.com