کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دعربستان په ختیځ کې دجوماتونوپه کنډوالوبدلول به آل سعود کورنۍ نسکوره کړي

افغان غږ آژانس(آوا) , 21 حمل 1391 ساعت 17:41

په عربستان کې د شخړې د حل یوازنۍ ټاکنه دټولو غوښتنوتر پوره کیدا پورې د ولسی پاڅون او خوځښتونو دوام دی


العالم ټيلیویژنی چینل راپورورکړدعربستان یو ه روحاني اود القطیف په الربیعّیه کې د العباس جومات امام شیخ الکریم الجلیل روښانه کړه د عربستان په ختیځ کې په الخبر کې په الثقبه سیمې کې د اسماعلیانودجومات شهیدول په هیوادکې دساډوبۍدزیاتیدا او د یوې ټولنې په خلکو د کرکې او نفرت زیاتیدا سبب کیږي .
هغه زیاته کړه په عربستان کې د شخړې د حل یوازنۍ ټاکنه دټولو غوښتنوتر پوره کیدا پورې د ولسی پاڅون او خوځښتونو دوام دی چې هماغه د بندیانو خوشي کول ، عمومی آزادیو ته داحترام په سترګه کتل او دمظاهره چیانو د وژلو دقاتلانو سزا کول دي .
د عربستان په ختیځي سیمو کې داسماعلیه فرقې یو جومات تیره اونۍ د عربستان فرقه پالو امنیتي مامورانو وران کړ ی چې اسماعلیه فرقه ددغه جومات د شهیدولو عامل د عربستان د کورنیو چارو وزیر او ولی عهد شهزاده نایف بن عبدالعزېز ګڼي .
دعربستان زیاتره ختیځي سیمې د ۲۰۱۱ کال له اپریل راهسې د آل سعود په ضد دولسی اعتراضونواو مظاهرو ډګرونه دي او حکومتي عسکرو هم زوراوتاؤتریخوالي ته په مخه کولوسره یوشمیرکسان وژلي هم دي .


د مطلب کود: 39519

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/39519/دعربستان-په-ختیځ-کې-دجوماتونوپه-کنډوالوبدلول-آل-سعود-کورنۍ-نسکوره-کړي

آوا
  https://www.avapress.com