کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دسوریې ملت او حکومت دامریکا دسیسه ناکامه کړه

افغان غږ آژانس(آوا) , 18 حوت 1390 ساعت 19:51

دامریکا د ولسمشر باراک اوباما څرګندونو دسوریې پرضد دسیسه کونکي حیرانه کړي او په سوریې کښې دلاسوهنې لپاره یې دهغوې پلان له مینځه وړی دی .


دسوریې ملت او حکومت په وحدت او هوښیارۍ سره دامریکا دسیسه ناکامه کړه .
دسوریې ټیلي ويژن راپور ورکړ دفلسطین کارپیژاند علي ابوحبله دفلسطین په دنیا الوطن ورځپاڼې کښې په یوې مقالې کښې په دې عنوان سره چې دامریکا ولسمشر په سوریې دحملې له سختوالي خبر دی ولیکل په سوریې دپوځي حملې لپاره دامریکا په ناتوانۍ کښې د ولسمشر باراک اوباما څرګندونې دامریکا دددسیسو دښکاره ماتي بیانونکي دي .

هغه وویل دامریکا د ولسمشر باراک اوباما څرګندونو دسوریې پرضد دسیسه کونکي حیرانه کړي او په سوریې کښې دلاسوهنې لپاره یې دهغوې پلان له مینځه وړی دی .

دفلسطین دغه کار پیژاند وویل دامریکا دولسمشر باراک اوباما څرګندونې ددې ښودنه کوي چې په سوریې هرډول حمله به په سیمه کښې داور دبلیدا سبب شي او امریکا په خپلو اقتصادي ګټو او سیاسي نفوذ ددغه جنګ په پایلو اندیښنمنه ده .
هغه وویل عربي رژیمونه هم باید دسوریې په اقتصادي کلابند کولو کښې په خپلو دریځونو کښې بیا کتنه وکړي او دسوریې دحکومت له مخالفانو او ترهګرو ډلو خپل مالي او وسله وال ملاتړ ختم کړي .
هغه وویل داسې ښکاري سعودي عربستان او قطر اوس هم دغه نتیجې ته نه دي رسیدلي چې په سیمه کښې په نویو چورلیزونو سره نویو قدرتونو بڼه خپله کړي ده چې سوریه هم ددغه چورلیز یو ترټولو مهم جوړونکی هیواد دی .


د مطلب کود: 37619

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/37619/دسوریې-ملت-او-حکومت-دامریکا-دسیسه-ناکامه-کړه

آوا
  https://www.avapress.com