کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دعربستان پوځيان باید له بحرین څخه ووځي

افغان غږ آژانس(آوا) , 18 حوت 1390 ساعت 19:49

دسعودي عربستان رژیم بحرین په نیواک کښې وروستلی دی او په بحرین کښې دبدلون دارادې په وړاندې په ماتي محکوم دی .


دبحرین دپتیالیو غورځنګ مشر له دغه هیواده دسعودي عربستان دعسکرو دوتلو غوښتنه وکړه .
سعید الشهابي نن العالم ټيلي ويژن ته وویل دسعودي عربستان رژیم بحرین په نیواک کښې وروستلی دی او په بحرین کښې دبدلون دارادې په وړاندې په ماتي محکوم دی .
دبحرین دپتیالیو دغورځنګ عمومي سیکرټر الشهابي زیاته کړه دسعودي عربستان نیواکګرو پوځيانو دبحرین دانقلاب په ځپلو کښې ماته خوړلي ده اوباید دغه هیواده لاړ شي ځکه چې دبحرین دخلکو انقلاب ماته نه ده خوړلي بلکې ورځ په ورځ پسې زیات شوی هم دی .
هغه وویل سعودي عربستان بحرین په نیواک کښې وروستلی دی او دبحرین دخلکو له غوسې به بچ پاتې نشي .
دبحرین دغه سیاسي مقام وویل دبحرین خلک دسعودي عربستان نیواک نه مني او غه نیوکګرو غواړي له بحرین څخه ووځي ځکه که چیرې نن لاړ نشي نو سبا به دبحرین خلک په خپله دعربستان پوځيان له هیواده وباسي .
په بحرین کښې له تیر میلادي کال راهسې ددیکتاتور ال خلیفه رژیم پرضد دخلکو ستر پاڅون روان دی او په مظاهره چیانو دبحرین، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو دپوځيانو په حملو کښې تراوسه ګڼ شمیر کسان مړه او ژوبل شوي .
په بحرین او یمن کښې دخلکو په ځپلو کښې امریکا، انګلستان ، سعودي عربستان او ځینې نور عرب او لویدیځ هیوادونه نیغ په نیغه لاسونه لري .


د مطلب کود: 37618

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/37618/دعربستان-پوځيان-باید-له-بحرین-څخه-ووځي

آوا
  https://www.avapress.com