کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د دولت ۵ تنه وسلوال مخالفین د ملي پولیسو په عملیاتوکه ووژل شول او۲۸ تنه یی د یادو ځواکونو لخوا نیول شوی دی

افغان غږ آژانس(آوا) , 8 دلو 1390 ساعت 11:40

د ملي پولیسو ،ملی پوځ او ایتلافي ځواکونو د منسوبینو د ۹ ګډو چاڼیزو عملیات په لړ کې چې د ننګرهار ، لغمان ، هلمند ، نیمروز ، میدان وردګ ، خوست او هرات ولایتونو په اړوندوسیمو کې ترسره شول


په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملی پوځ او ایتلافي ځواکونو د منسوبینو د ۹ ګډو چاڼیزو عملیات په لړ کې چې د ننګرهار ، لغمان ، هلمند ، نیمروز ، میدان وردګ ، خوست او هرات ولایتونو په اړوندوسیمو کې ترسره شول، پنځه تنه د دولت وسلوال مخالفین وژل شوي او ۲۸ تنه یی د ملی پولیسو له لوري ژوندې نیول شوې دي.


په یادو عملیاتو کې یو زیات اندازه چاودیدونکې توکې او جنګې مهمات چی دري میله کلاشینکوفونه ،یو میل تفنګچه ، پنځه بوشکۍ چاودیدونکې توکې ، یوډز د(بی .ام .یو) مرمی اویو کړي د وسایطو ضد ماین شامل دي دهیواد ملي پولیسو لاسته لویدلي دي.

همدارنګه تېره ورځ دوه تنه ترهګر ماین خښوونکی کله چی غوښتل یی یوه کړی دوسایطو ضد ماین دغزنی ولایت د زنخان ولسوالۍ دکوچی کلې پر سړک ښخ کړي ، ماین پری وچاودید چی په ترڅ کی ئی دواړه ماین خښوونکی ووژل شول.


د مطلب کود: 35579

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/35579/د-دولت-۵-تنه-وسلوال-مخالفین-ملي-پولیسو-په-عملیاتوکه-ووژل-شول-او۲۸-یی-یادو-ځواکونو-لخوا-نیول-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com