کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هلمند په کجکي کې له طالبانو سره د سولې هڅې پیل شوي

افغان غږ آژانس(آوا) , 17 قوس 1390 ساعت 17:45

په هلمند کې د سولې د ولایتي شورا د دارلانشاء مشر او د هلمند د والي ځآنګړې سلا کار انجنیر محمد داؤد فرهنګ د کجکي ولسوالۍ ته تللې، څو پدې اړه معلومات راټول کړي.


له هلمند څخه راپورونه وایي، چې ځایي چارواکي په کجکي ولسوالۍ کې له طالبانو سره د سولې هڅې پیل کړي.

په هلمند کې د سولې د ولایتي شورا د دارلانشاء مشر او د هلمند د والي ځآنګړې سلا کار انجنیر محمد داؤد فرهنګ د کجکي ولسوالۍ ته تللې، څو پدې اړه معلومات راټول کړي.

ده له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې اوس یی وخت دې، چې له طالبانو سره د سولې خبرې وشي.

ځایي چارواکو دا هلې ځلې وروسته له هغې پیل کړې، چې د افغان او نړېوالو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې دغه ولسوالۍ له طالبانو پاکه شوې.

دده په خبره که څه هم اوس په سیمه کې طالبان نشته، خو دوی هڅه کوي له هغو خلکو سره خبرې وکړي، چې طالبانو په کلونو کلونو د ځان په ګټه جنګولي دي.


د مطلب کود: 33606

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/33606/د-هلمند-په-کجکي-کې-له-طالبانو-سره-سولې-هڅې-پیل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com