کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ګوادر په بندر کې پر پاکستاني کارګرانو برید ۷ تنه وژلي دي

20 ثور 1403 ساعت 11:23

پاکستاني رسنۍ خبر ورکوي، چې د ګوادر بندر ته څېرمه د ناپېژاندو وسله والو له برید وروسته ۷ تنه کارګران وژل شوي دي.


آوا: د پاکستان د بلوچستان ایالت ګوادر بندر ته څېرمه د نامعلومو وسله والو په برید کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي دي.
 
د پاکستان "دان" ورځپاڼې لیکلي دي چې وژل شوي کسان د پنجاب ایالت اوسېدونکي دي. 
 
د بلوچستان ایالتي چارو وزیر میر سرفراز بګټي دغه برید غندلی او دا یې "ترهګري" بللې ده.
 
باید وویل شي، چې د ګوادر په بندر کې د ترهګرو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په نښته کې ۸ بریدګر او دوه ملکي وګړي وژل شوي وو.


د مطلب کود: 290101

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290101/د-ګوادر-په-بندر-کې-پر-پاکستاني-کارګرانو-برید-۷-تنه-وژلي-دي

آوا
  https://www.avapress.com