د احصایې او اطلاعاتو ملي ادارې تیر کال په بامیان ولایت کې ۵۲۷۶۱ الکترونیکي او کاغذي تذکرې ویشلي دي.
په بامیان ولایت کې تېر کال څه باندې ۵۲ زره تذکرې وېشل شوې
19 ثور 1403 ساعت 9:58
د احصایې او اطلاعاتو ملي ادارې تیر کال په بامیان ولایت کې ۵۲۷۶۱ الکترونیکي او کاغذي تذکرې ویشلي دي.
آوا - کابل: د احصایې او اطلاعاتو ملي اداره وايي چې د بامیان ولایت د احصایې او اطلاعاتو ریاست تیر کال په دغه ولایت کې ۵۲۷۶۱ الکترونیکي او کاغذي تذکرې ویشلي دي.
د دې رياست د معلوماتو له مخې، تېر کال په دې ولايت کې ١٥٩٦١ د زېږون کارتونه او ٤٠١ د مړينې جامې هم وېشل شوې وې.
د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د احصايې رياست په بېلابېلو ولايتونو کې د تذکرو د وېش شمېرې خپرې کړې دي.
د مطلب کود: 290025