کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په جوزجان کې د افغان معلولینو د ملاتړ موسسه پرانیستل شو

18 ثور 1403 ساعت 12:18

په جوزجان ولایت کې د معلولینو د اړتیاوو د پوره کولو په هدف د افغان معلولینو او کاڼو د ملاتړ موسسه پرانیستل شو.


آوا - مزارشریف: په جوزجان کې د کوڼو ټولنې او د افغان کوڼ او معلولینو د ملاتړ موسسه مشر ذبیح الله قهرمان وویل: د دغه ډول بنسټونو او نورو بنسټونو رامنځته کول ګټور او اغېزمن دي، چې په دې برخه کې پاملرنه ورته وشي. 
 
هغه زياته کړه: "د دولت او مرستندويه موسسو لپاره اړينه ده، چې د پخوا په پرتله د معلولينو ملاتړ وکړي او پرې نه ږدي، چې معلولين د کورنۍ او ټولنې پر اوږو وګرځي."
 
قهرمان د دولت له خوا د معلولینو پر ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل: زموږ موخه د معلولینو د اړتیاوو په ګوته کول او له هغوی سره د مرستو رسول دي، نو له همدې امله دولت او مرستندویه بنسټونه اړ دي، چې زموږ ملاتړ وکړي.
 
په همدې حال کې په جوزجان کې د افغانستان د معلولينو او کوڼونو د ملاتړ د موسسه د پرانستلو په مراسمو کې ويناوالو معلولين د ټولنې زيانمنه برخه وبلله او ويې ويل: د معلولينو اړتياوو او هيلو ته بايد پاملرنه وشي. 
 
دوی زیاته کړه چې معلولین د زده کړو حق لري او باید ورته د کار زمینه برابره شي.
 
د يادونې وړ ده، چې د شمېرو له مخې، د هېواد شاوخوا ١٣،٩ سلنه وګړي معيوبين دي، چې له دې ډلې يې څه باندې ٢٥٠ زره کوڼان هم شته.


د مطلب کود: 289991

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289991/په-جوزجان-کې-د-افغان-معلولینو-ملاتړ-موسسه-پرانیستل-شو

آوا
  https://www.avapress.com