کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کې د سره صلیب له استازي سره د سهیل شاهین د لیدنه

15 ثور 1403 ساعت 11:52

د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رئیس په دوحه کې د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې د نړیوال فدراسیون له پلاوي سره وکتل.


آوا - کابل: د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رئیس محمد سهیل شاهین په دوحه کې د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې د نړیوال فدراسیون له رئیس نیسفور مغندی سره وکتل.
 
شاهین په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې د نړیوال فدراسیون د بورډ له مشرې نصیر موغاندي او د دې ادارې د تعامل او ستراتیژیکو همکاریو له مشرې هوما زکریا نادر سره یې ګټورې ناستې وکړې.
 
هغه زیاته کړه: "موږ د سره صلیب د نړیوال فدراسیون او د سرې میاشتې ټولنې د بشردوستانه مرستو په اړه چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې په ځانګړې توګه له کونډو، یتیمانو او د زړه له ستونزو سره مخ ماشومانو سره د مرستې په اړه خبرې وکړې."
 
دغه راز په دوحه کې د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د مشر په وینا؛ موږ دواړو ټینګار وکړ چې د بشردوستانه مرستو او اړینو پرمختیایي پروژو لپاره مخ په زیاتیدونکي اړتیا ده.


د مطلب کود: 289817

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289817/په-افغانستان-کې-د-سره-صلیب-له-استازي-سهیل-شاهین-لیدنه

آوا
  https://www.avapress.com