کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په سندهـ ایالت کې د پاکستاني پولیسو له توقیف څخه ۶۳ افغان اتباع خوشي شول

8 ثور 1403 ساعت 12:36

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت کونسلګرۍ د سندهـ د پولیسو له توقیف څخه د ۶۳ افغان اتباعو د خوشي کولو اعلان کړی دی.


آوا: په کابل کې د افغانستان قونسلګرۍ په ایکس پاڼه کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې نیول شوي کسان د پنځو کورنیو غړي دي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.

د دغې قونسلګرۍ د اعلامیې له مخې دغه کسان د پاکستان د «رینجرز» ځواکونو له خوا له کوم معقول دلیل پرته نیول شوي او د سند ایالت په ګوټکي ولسوالۍ کې پولیسو ته سپارل شوي دي.

په کراچۍ کې دعراق قونسلګرۍ ويلي دغه کسان په داسې حال کې نيول شوي چې له پاکستان څخه افغانستان ته روان وو.

په همدې حال کې پاکستان په دې وروستیو کې له اسنادو پرته له افغانستانه د کډوالو او پناه غوښتونکو د ایستلو دویم پړاو پیل کړی دی.


د مطلب کود: 289441

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289441/په-سنده-ایالت-کې-د-پاکستاني-پولیسو-له-توقیف-څخه-۶۳-افغان-اتباع-خوشي-شول

آوا
  https://www.avapress.com