کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د عراق د اسلامي مقاومت ډرون الوتکو په اشغال شوي حیفا برید وکړ

8 ثور 1403 ساعت 10:18

د عراق داسلامی مقاومت غورځنګ په نیواک شوی بندر حیفا کښې په یوه هدف د بې پیلوټه الوتکې د حملې خبر ورکړ.


آوا: د عراق د اسلامی مقاومت ځواکونو نن سهار اعلان وکړ چې د بې پیلوټه الوتکې په وسیله یې د حیفا په اشغال شوی بندر کې یو مهم هدف په نښه کړ.

د عراق د اسلامی مقاومت غورځنګ په خپله بیانیه کښې د ملکیانو په نښه کولو کښې د دغه رژیم د جنایتونو په ځواب کښې د اسرائیلو د رژیم په هدفونو د خپلو حملو په دوام ټینګار وکړ.

د عراق اسلامی مقاومت په تیرو میاشتو کښې د نیواکګرو فلسطین په شمال او جنوب کښې څو مهم هدفونه د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په وسیله په نښه کړی دی او اعلان یې وکړ چې دغه حملې د فلسطین له ولس او مقاومت سره د پیوستون نښه ده او ترهغه به دوام لری چې د صهیونیسټانو جنایت به په بشپړه توګه ودرول شي.


د مطلب کود: 289421

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289421/د-عراق-اسلامي-مقاومت-ډرون-الوتکو-په-اشغال-شوي-حیفا-برید-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com