کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په جوزجان ولایت کې د شرابو د یوې فابریکې له منځه وړل

7 ثور 1403 ساعت 9:33

د جوزجان ولایت امنیه قومندانۍ چارواکي په دغه ولایت کې د الکولو د تولید د یوې فابریکې د له منځه وړلو خبر ورکوي.


آوا - مزار شریف: د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار د اوومې امنیتي حوزې امر مولوي سرداد محمد مبارز په دغه ښار کې د الکولو د یوې فابریکې د ویجاړولو په اړه وویل: په هدفي عملیاتو کې د شبرغان ښار د دويمې امنيتي حوزې پوليسو د الکولي مشروباتو د توليد يوه ستره فابريکه کشف او له منځه وړې ده.
 
هغه زياته کړه، دغه فابريکه د خيرخانې په سيمه کې وه او الکولي مشروبات يې توليدول. د هغه په ​​وينا، د دې قضيې په تړاو درې تنه نيول شوي او پر خپل جرم يې اعتراف کړى دى.
 
ده وويل چې له دغې فابريکې څخه څه دپاسه لس ليتره شراب او څلويښت ليتره خميره کشمش ترلاسه او له منځه وړل شوي دي.
 
په همدې حال کې د جوزجان ولايت د مرکز شبرغان ښار يو شمېر اوسېدونکو وويل: جرم په هره ټولنه کې يوه ټولنيزه پديده ګڼل کېږي او له دولت څخه غوښتنه کوو چې د مجرمينو مخه ونيسي.
 
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت د حکومت له رامنځته کیدو وروسته د الکولي مشروباتو ډیری فابریکې او پلورونکي له منځه تللي او نیول شوي دي چې له همدې امله ویل کیږي چې د الکولي مشروباتو بیې لوړې شوي دي.


د مطلب کود: 289402

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289402/په-جوزجان-ولایت-کې-د-شرابو-یوې-فابریکې-له-منځه-وړل

آوا
  https://www.avapress.com