کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان له خلکو سره د اروپايي ټولنې مرستې دوام لري

6 ثور 1403 ساعت 14:21

د اروپايي ټولنې د منځني ختيځ، اسيا او ارام سمندر سيمې مشر د هرات له والي سره په کتنه کې د افغانستان له خلکو سره د اروپايي ټولنې د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.


آوا - هرات: د اروپایی اتحادیې د منځنی ختیځ، اسیا او ارام سمندر د څانګی مشر پیټرز اوستویس د هرات له والی سره د ولایت مقام د مرستیال او د بهرنیو چارو ریاست په حضور کې وکتل. 

په دې کتنه کې د هرات والي شیخ نوراحمد اسلامجر د اقلیم د اغیزو د کمولو، د کرنې او مالدارۍ د صنعت د ودې، له نړیوالو بانکونو سره د افغانستان بانکونو د نښلولو او د ویزو د ترلاسه کولو په برخه کې د دغې اتحادیې په همکارۍ ټینګار وکړ.

له بلې خوا د هرات د والي مرستيال مولوي مهاجر فراهي هرات ته د اروپايي ټولنې د پلاوي د سفر د هرکلي په ترڅ کې له افغانستان او په ځانګړې توګه له هرات ولايت سره د اروپايي ټولنې له همکاريو څخه مننه وکړه.

په دې وروستيو کې د اروپايي ټولنې د منځني ختيځ، اسيا او ارام سمندر د څانګې مشر پيتر اوستويس د افغانستان له خلکو سره د اروپايي ټولنې د مرستو د دوام اعلان وکړ.

باید وویل شي، چې اروپايي ټولنه له څه باندې ۲۰ کلونو راهیسې له افغانستان سره یو له مهمو مرسته کوونکو څخه دی.


د مطلب کود: 289377

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289377/د-افغانستان-له-خلکو-سره-اروپايي-ټولنې-مرستې-دوام-لري

آوا
  https://www.avapress.com